
کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
د خوست ولایت د بدني رونې او سپورټ آمریت په چوکاټ کې په لومړي ځل د ویلچر باسکټبال لوبډلې په فعالیت پیل وکړ.
د دغه ولایت د ویلچر باسکټبال لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د دې لوبغاړو په روزنه کې د ویلچر باسکټبال ملي فدراسیون استاد زیرک د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې روزونکي استاد واثق الله صدیقي ګډون درلود، چې یوه نیمه اوونۍ یې یادو لوبغاړو ته د لوبې د تکتیکونو او تخنیکونو په اړه تمرینات ورکړل.
د خوست ولایت په ویلچر باسکټبال لوبډله کې ۱۵ورزشکاران برخه لري چې هره ورځ د ICRC له لوري ورته په رغول شوي جمنازیوم کې خپل تمرینات پرمخ بیایي.