کابل باختر د لړم ديرشمه :
يوه سړي چې ويل کيږي په نشه يي توکو روږدى دى په نيمروز ولايت کې خپله ځوانه ميرمن د يوې پوړۍ هيروئينو په خاطر په ډزو سره ووژله .
دغه پيښه تيرماښام په زرنج ښار کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه سړي غوښتل دخپلې ميرمنې ګوته واخلي او دخپل روږديتوب خرڅ تامين کړي .
ددغې ځوانې ميرمنې ګاونډيان وايي چې دغه روږدي سړي له هغه وروسته چې ميرمن يې د ګوتي له ورکولو څخه ډډه وکړه هغه يې په ډزو سره ووژله .
دنيمروز دوالي ويندوى احمد عرب دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې قاتل دامنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى .
عرب تاييد کړه چې دغه سړي په نشه يي توکو روږدى و او له هغه وروسته چې ميرمن يې دده دلګښتونو دتامينولو لپاره دخپلې ګوتي له ورکولو څخه ډډه وکړه ده دهغې په وژلو لاس پورې کړ .
په همدې حال کې دنيمروز په سرحدي روغتون کې ډاکتران وايي چې دغه ځوانه ميرمن د ټوپک په ډزو سره وژل شوې ده .
له بلې خوا دغه روږدي سړي هم په لومړنيو تحقيقاتو کې دخپلې ميرمنې په وژلو اعتراف کړى دى .
0 1 دقیقه لوستل