سیاست

قانونپوه سرور دانش: هيله لروپه پارلماني چاروکې د دولت وزارت وکولاى شي د اجراييه او مقننه قواوو ترمنځ اړيکې له پخوا زياتې ټينګې کړي

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٢ : د جمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش نن له غرمې مخکې په پارلماني چاروکې د دولت له پخواني وزير څخه د قدردانۍ په ترڅ کې، پوهنمل نبي فراهي چې نوى په دې دندې ټاکل شوى دى؛ د دغې ادارې کارکوونکو ته ور وپيژاند. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د جمهور رييس مرستيال په پارلماني چاروکې د دولت د نوي وزير د معرفي کولو په غونډه کې چې يوشمېر جګپوړو دولتي مقاماتو هم پکې برخه لرله؛ وويل: هيله لروچې په پارلماني چاروکې د دولت وزارت وکولاى شي له پخوا زيات د اجرائيه او مقننه قواوو ترمنځ اړيکې لا زياتې ټينګې کړي او د دغو دوو قواوو ترمنځ د اغيزمنو او ګټورو همکاريو په لاره کې لازمې همغږۍ رامنځته کړي . د جمهور رييس مرستيال وويل: نن ورځ په سياسي نظامونوکې اصلي قاعده د قواوو تفکيک دى او د دغه اصل رعايتول هغه وخت اغيزمنتوب او ګټورتوب لري چې د دولت د اساسي رکنونو ترمنځ يو ډول نه يو ډول همغږي او همکاري شتون ولري . د ده د څرګندونوله مخې: د دولت د اساسي رکنونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ څرنګوالى د هېواد په اساسي قانون کې تسجيل شوى دى چې هيله کيږي په پارلماني چاروکې د دولت وزارت وکولاى شي د اجرائيه او مقننه قواوو ترمنځ د همغږۍ په لاره کې د لازمو همکاريو زمينه برابره کړي. دجمهور رييس مرستيال ددغه ټکي دبيانولو په ترڅ کې چې بايد په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دغو دوو قواوو ترمنځ همکارۍ ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړي او په پارلماني چاروکې د دولت نوي وزير ته يې دبرپاليتوب هيله وکړه. دغه راز پوهنمل نبي فراهي هم دمقننه او اجرائيه قواوو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په لاره کې هلې ځلې خپلې اصلي دندې وبللې او په دې برخه کې يې د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه د جدي پاملرنې او ملاتړغوښتنه وکړه. پوهنمل نبي فراهي د ده د معرفي کولـــو په غونډه کې د جمهور رييس د مرستيال قانونپوه محمدسرور دانش د ګډون له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دى دملي وحدت د حکومت د مشرتابه په لارښوونه او د قوانينو په چوکاټ کې هڅه او هاندکوي چې خپلې دندې په صادقانه ډول ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته