
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
په خوست ولایت کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانيو په لګښت د ۷ پراختیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور، مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د خوست شمل خرم فرعي سندیزې حوزې رئیس انجینر زین الله نسیمي، محمد رسول عادل او ګڼ شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغه مراسمو کې وویل چې د FAO مــؤسسـې په مالي لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې او د خوست فرعي سیندیزې حوزې ریاست د نظارت او تخنیکي همکارۍ د خوست په دریو سیمو کې اووه پروژې تقریباً د کابو ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي.
د خوست سیندیزې حوزې رئیس انجینر زین الله نسیمي وویل، چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره به ۱۶۶۰ متره د ګبیون په واسطه استنادي دیوالونه جوړ او ۱۸۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د سېلابونو له تخریب څخه خوندي شي.
نوموړي وویل، یادې پروژې چې شمل خوړ، متون خوړ او سپېره ولسوالۍ کې پلې کېږي په یادو پروژو کې به نږدې ۳۰۰۰ کسان په مستقیمه توګه او غیر مستقیمه توګه په کار بوخت شي.
افغانمل