سیاست

دنورستان عالمان : دپاکستان دعالمانو شورا رييس دآي اس آي له خولې خبره کوي

کابل  باختردکب دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان په ختيخ   نورستان ولايت کې په سلګونو تنو ديني عالمانو  دپاکستان دعالمانو دشورا درييس خبرې وغندلي  اوهغه يې دآي اس آي  دورانکاري  دستراتيژي زيږنده وبللي .
دپاکستان  دعالمانو دشورا رييس  طاهر اشرفي  په جنجالي  خبرو کې  په افغانستان کې  ځانمرګي ًبريدونه روا وبلل  هغه خبرې چې دافغانستان  دديني عالمانو او روښانفکرانو دټولنې  سخت انتقادنه يې  را وپارول  دغو عالمانو دغه راز له افغاني طالبانو څخه وغوښتل   چې نور دپريدو په اشاره   د خپل هيواد ورانولو ته دوام ورنه کړي  او دسولې له بهيرسره  دې يوځاى شي.
دغو عالمانو چې شمير يې پنځه سوه تنو ته رسيده دنورستان ولايت  له ديني مدرسو او نورواسلامي مرکزونو  څخه په پارون  ښارکې  راټول شوي وو ددغې غونډي   يو تن برخه وال مولوي دين محمد باختراژانس ته وويل  چې  دپاکستان دعالمانو شورا رييس  ددغه هيواد دآي اس آي   داستخباراتي سازمان له خولې  خبره کوي.
ده دپاکستان دعالمانو شورا ر ييس يو لنډه غر شخص وباله  او ويې ويل په پاکستان کې چې زياتره اسلامي ارزښتونه  ددغه هيواد ددولت  اوخلکو له خوا نه رعايتيږي   جهاد  روا نه دي او وايي  چې  په جګړه  ځپلې او ځوريدلي افغانستان کې   جهاد روا دي  هغوى له لويديځ سره  لرغونې اونږدي اړيکې لري خو يو ديني عالم  يې نه وايي چې جهاد روا دى  خوکله  چې دهيواد ګټې يې وي بيا افغانستان په نښه کوي   .
دپارون  له ښار څخه دباختراژانس  خبريال زردار  شينواري وايي چې ددغې غونډي  برخه والو له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې له  جګړې لاس واخلي  او نور دافغانستان ددښمنانو دلاس  اله  نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته