کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٦:
دننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون څلور ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آْژانس ته خبر ورکړ:
دغه ماينونه د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د تطهير ټيم له خوا د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د اړوند کليو په لارو اوسړکونوکې کشف او شنډ کړى شول.
ديوبل خبر له مخې :دننګرهارولايت د حصارک ولسوالۍ يو شمير مشرانواوځوانانو ددغې ولسوالۍ په مقر کې په يوې غونډې سره دخلکو د سر د زيان دخطر دله منځه وړلو او د ماينونو د شنډولو په خاطر د ملي اردو څخه مننه او قدرداني وکړه او يو ځل بيا يې د امنيت دتامينولو په کار کې له ملي ،دفاعي او امنيتي ځواکونوسره خپله همکاري څرګنده کړه او له دولت سره يې په خپل ملاتړ ټينګار وکړ.
2 1 دقیقه لوستل