ښوونه او روزنه

ددوه څلويښتو ښوونځيو دودانيو دانګړ ډيوالونه جوړيږي .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دپوهنې وزارت په لوګر ولايت کې دڅلويښتو ښوونځيو دانګړ ډيوالونه جوړوي .
دلوګر دوالي وياند دباختراژانس خبريال ته وويل: دلوګر ولايت  دپوهنې درياست په هلوځلو سره  په مرکز او ولسواليو دانګړ د ډيوالونو دجوړولو پروژه منظوره شوې ده چې ټول لګښت  يې کابو نهه شپيته مليونه افغانۍ اټکل شوې ده .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله  مخې ددغو پروژو لګښت چې د انګړ په ډيوالونو سربيره  دکثافاتو دکانکريتي ودانيو جوړول ،   دبريښنا سيستم فعالول ، دڅښاک داوبو  دڅاګانو کيندل او زده کوونکو ته  دميزونو اوڅوکيو پيرودل  دي چې دپوهنې دکيفيت دلوړولو پروګرام له خوا ترسره کيږي .
دوالي وياند زياته کړه: ددغو پروژو کار په راتلوونکي اوونۍ کې  په رسمي ډول پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته