
کابل، د وږي ۶ مه، باختر
د خوست د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز متون سربېره په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د دریو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یادې پروژې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز متون اړوند کوټکي، پيران کلي او اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کوچه خېلو په کلي کې جوړېږې، چې ۵۷۵ کورنیو ته به د څښاک اوبو برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ورته پروژې پلې شوې دي.