(PS)خبرونه(PS)ورزش

په خوست کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ پیل شوې

کابل، د زمري ۱۲ مه، باختر

 خوست ولایت په مرکز تڼيوال پارک کې د مدرسو او ښوونځیو په کچه د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د الازهر خصوصي ښوونځي او نهرالعلوم مدرسې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې لومړۍ پاڼۍ د نهرالعلوم مدرسې لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۹۵ منډې هدف کېښود.

بل لوري ته الازهر خصوصي ښوونځي یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په نهم اور کې پوره کړ او سیالي یې وګټله.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د لیګ په شکل ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا