(PS)خبرونه(PS)ورزش

په خوست کې د ۵۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ تر سره شوې

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۵۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د ملنګ اخلاص لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د یاد ولایت د ورزشي امریت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په یادو سیالیو کې ۵۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

د یادو سیالیو پایلوبه د څپري اریانا او یعقوبیو اخلاص ملنګ لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې ملنګ اخلاص لوبډلې په ټاکلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف کېښود، چې څپري اریانا لوبډله د ۱۲۶ منډو په جوړولو سره وسوځېده او لوبه ملنګ اخلاص لوبډلې وګټله.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا