امنیت

په لښکرګاه کې زياتې سيمې له طالبانو څخه بيرته نيولې شوې دي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دهلمند امنيتي مسوولين وايي دهغو عملياتو په بهير کې چې دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې ترسره شول زياتې سيمې له وسله والو طالبانو څخه نيولې شوې دي.
په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو درستيزوال بريد جنرال غني ابرار دباختر آژانس خبريال ته وويل: لومړنى عمليات له دويمې امنيتي حوزې څخه پيل شول او دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دسيمې په لور دوام لري.
ده زياته کړه: اوس د دويمې امنيتي حوزې ترشپږ کيلومتري واټن پورې ښه پرمختګ شوى دى.
ده وويل: وسله وال مخالفين دمقاومت توان نه لري او په شاتمبول شوي دي .
د ده دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو وسله والو مخالفينو ته د سرزيات زيان اوښتى دى چې په دې باب زيات معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ابرار وويل :دسيمې اوسيدونکي چې دجګړو له امله بې ځايه شوي کولاى شي دخپلو محصولاتو دراټولولو په خاطر خپلو سيمو ته ستانه شي.
د ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال محمد حکيم انګار وويل چې په ټولو نيولو شويو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.
انګار زياته کړه :په دغو عملياتو کې دهوايي ځواکونو ملاتړ هم و او له بله پلوه دوى سرښندونکي پرسونل لري چې وسله وال مخالفين له هغو سره دمقاومت توان نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته