(PS)خبرونه(PS)امنیت

په خوست کې لسګونه ميله وسلې او مهمات ونيول شول

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر

د خوست د امنيې قومندانۍ اړوند د ترورېزم پرضد د مبارزې مديريت منسوبینو د تېرو څو اوونیو په لړ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات نیولي دي.

په همدې تړاو جوړه شوې خبري غونډه کې د دغه ولایت امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې د امنيې قومندانۍ د تروېزم پرضد د مبارزې مدیریت منسوبينو د بېلابېلو عملياتو په لړ کې ذکر شوې وسلې او مهمات نيولي او هم يې په تور ۱۰ کسان نیول شوي دي.

قانت له ولسونو وغوښتل، چې دولتي وسلې په خپله خوښه او رضا حکومت ته وسپاري، کنه پر وړاندې به يې جدي اقدامات ترسره شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا