کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ٣مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرعبدالباري جهاني د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق له رييس محمد آصف وردګ او د مشرتابه هيئت له غړو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د صندوق رييس له ژورناليستانو سره د مالي ملاتړ د صندوق د جوړولو او په بيړنيو حالاتوکې له ژورناليستانوسره د مرستې د څرنګوالي په باب رڼا واچوله او ويې ويل: صندوق د جوړيدو له وخت څخه تر اوسه پورې له څو تنو ژورناليستانو سره مادي او معنوي مرستې کړې دي او په هندوستان کې يې د دريو تنو بيوزلو ژورناليستانو د درملنې زمينه هم برابره کړې ده.
ده زياته کړه: په راتلوونکي کې به صندوق د هېواد د مخورو شخصيتونو او سوداګرو د خير پالو مرستو په جذبولو سره نورو ژورناليستانو ته هم د لازمو مرستو فرصتونه برابر کړي.
عبدالباري جهاني له ژورناليستانو سره د ملاتړ د صندوق د رييس او د مشرتابه هيئت د فعاليت له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د دغه خيريه بنسټ چې په داوطلبانه ډول د خپلوهم مسلکانو خدمت ته وردانګلى دى؛ د لا زياتو برياليتوبونوهيله وکړه.
1 1 دقیقه لوستل