سیاست

جمهور رئيس غني په افغانستان کې د امریکا د نوي سفير باور ليک ومانه

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست عاطف مل هم حضور درلود، د امریکا د نوي سفير ښاغلي پيتر مایکل مک کېنلي باور ليک ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د باور ليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځاى شول، د هېواد جمهور رئيس او په افغانستان کې د امریکا نوي سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې خبرې وکړې.
د امریکا نوي سفير ښاغلي مک کېنلي، جمهور رئيس غني ته ډاډ ورکړ چې د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي چې د دواړوهېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته