خبرونهټولنه

په خوست کې معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته په تېرو ۶ میاشتو کې ۹۲ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي

کابل، د تلې۲۷مه، باختر

د خوست د شهیدانو او معلولینو ریاست چارسمبالي مولوي عبدالرحیم احسان وايي، چې اوسمال ورسره ۴زره ۶۰۹ تنه معلولین او د شهیدانو وارثین ثبت او راجستر دي، چې له دې جملې څخه دوه زره يې معلولین او پاتې ۲زره ۶۰۹  یې د شهیدانو وارثین دي.

د نوموړي په خبره په تېرو ۶میاشتو کې د یادو کسانو بانکي حسابونو ته ۹۲ میلیونه افغانۍ لېږل شوې دي.

مولوي احسان همدارنګه وویل، چې په یاده موده کې د یوې شفافي پروسې په ترڅ کې د هغو دوو زرو کسانو اسناد او دوسيې هم لغوه کړي، چې د مستحقو په نوم یې پیسې اخیستې، خو مستحق نه وو.

د یادونې وړ ده، چې د خوست د شهیدانو او معلولینو چارو رياست چارواکي ډاډ ورکوي ، چې د اسلامي امارت ترڅنګ د تېر نظام د ملي اردو او ملي پوليسو هر معلول او د وژل شوي کس وارث هم کولی شي په ډاډه زړه له دوی څخه د خپل حق غوښتنه وکړي او خپل حقوق ترلاسه کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا