امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکى ووژل شو.

-کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠
دغبار – ٧ په نامه ګډو چاڼيزو عملياتو په دوام پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :دغبار -٧ په نامه ګډ چاڼيز عمليات چې دملي اردو ،دملي سيمه ييزود چټک غبرګون او دعامه نظم دپوليسو ،وګړنيو پاڅون کوونکو او دملي امنيت دځواکونو په ګډون دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په شمال او جنوبي سيمو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلى لوا دپه مشرۍ پخوا پيل شوي په تيرو ٢٤ ساعتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول ،يوولس تنه ټپيان شول او دوسايطو ضد نهه ماينونه چې دتګاب په تګلوري کې ځاى پرځاى شوي و.
له چاودنې مخکې د ٢١٠ سيلاب قول اردو د دريمې پلى لوا دماين پاکولو دټيم له خوا کشف او شنډ کړى شول او دغه راز شپږ کلي د ډار اچوونکو له منګولو څخه پاک شول او دغه عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته