ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو سرپرست د پوهنتونونو او د خصوصي لوړو زده کړو د عالي موسسو د وضعيت په ښه والي ټينګار وکړ

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د لوړو زده کړو  وزارت سرپرست ډاکتر عبداللطيف روشان  پرون د پوهنتونونو او د خصوصي لوړو زده کړو د رييسانو غوښتنې او پيشنهادونه واريدل او د دغو بنسټونو د حالت په ښه والي يې ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه غونډه د خصوصي لوړو زده کړو موسسو، د کانکور د آزموينو، د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د اتحاديې او د پوهنتونونو او خصوصي عالي موسسو د رئيسانو په ګډون جوړې وه .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خصوصي لوړو زده کړو موسسې يې د لوړو زده کړو  وزارت پياړوى مټ  او د علم او معرفت بنسـټ وباله ..
ده زياته کړه: د لوړو زده کړو وزارت ژمن دى چې د کيفيت د ښه والي د رواجولو او  د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له دغو موسسو څخه جدي څارنه وکړي او مخکښې او باکيفيته موسسې تقدير او کمزورې موسسې پياوړې کړي .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  زياته کړه: د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په
رياست کې د کار د زياتوالي په دليل دغه رياست معينيت ته لوړ کړاى شو او دا کار د خصوصي بنسټونو د پياوړتيا په لاره کې يو مثبت ګام شمېرل کيږي.
ده د ماليې ورکولو دايمي استادانو د استخدام د لارو چارو او د هغوى علمي رتبو او دغه راز د نويو محصلانو د جذب په باره کې خبرې وکړې او متوازن انکشاف يې د خپلو کارونو له لومړيو بونوڅخه وباله.
ده وويل چې د ښځينه او نارينه محصلينو ترمنځ دې تناسب بايد رعايت شي،  ځکه نه شو کولاى د ټولنې نيمايي نفوس له پامه وغورځوو او بايد په تحصيلي بنسټونوکې د زياتو نجونو د جذب لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسو.
ده په راتلوونکو څو ورځوکې د کانکور د آزموينو د نتيجو د اعلامولو خبر هم ورکړ او ويې ويل: د کانکور د آزموينې له ٢٠٧ زرو تنو شاملانو څخه ٦٢ زره  يې په دولتي پوهنتونونوکې او ٣٢ زره يې به يې نيمه عالي موسسو ته معرفي شي .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زياته کړه چې په پوهنتونونو او د خصوصي عالي  لوړو زده کړو په موسسوکې د جذب سيستم په نوي جوړښت او د عمومي کانکور د امتحان له لارې ترسره کيږي .
ډاکتر روشان دغه راز د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو له رئيسانوڅخه وغوښتل چې د خپل جذب د ظرفيتونو کچه په وړيا او د فيس په تخفيف سره د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي.
وروسته د خصوصي لوړو زده کړو د عالي موسسو د اتحاديې رئيس ډاکتر شفيع نعيمي په دغو موسسوکې د يولړ ستونزو او چلنجونو د بيانولو په ترڅ کې وويل:  د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هيئت د پروګرامونو ملاتړ کوو او دخصوصي پوهنتونونو هدف هم د کيفيت لوړوالى دى .
ده زياته کړه چې افغانستان اوس د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ  ١٢٧ خصوصي  بنسټونه هم لري چې د معرفت او علم د پراختيا او له دولتې برخې سره په همغږۍ کې کار کوي چې په طبيعي ډول دغه موسسې د يو بېطرفه او حرفوي بورد له خوا  څيړنې او څارنې ته اړتيا لري چې مبتکرې او خلاقې موسسې له ټيټ کيفته  لرونکو موسسو څخه تفکيک شي.
دغه راز د خصوصي پوهنتونونو او د لوړوز  زده کړو د موسسو څو تنو نورو رئيسانو هم په دې باب خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او پيشنهادونه يې طرح کړل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خصوصي لوړو زده کړو په بسټونوکې  موجودې ستونزې تائيدې کړې او ژمنه يې وکړه چې په همغږۍ سره د دغوستونزو د له منځه وړلو او د خصوصي بنسټونو د معياري کولو په لاره کې هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته