سیاست

جمهوررئیس غني د قول‌اردوګانو، ۱۱۱فرقې او د کندز ۲۰ فرقې قوماندانانو ته د نوی کال مبارکي ورکړه

کابل باختر دوري دمياشتې ٤  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د تیلیفوني اړیکې له لارې د قول اردوګانو، ۱۱۱فرقې او په کندز کې د ۲۰فرقې قوماندانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړه.
د جمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
جمهوررئیس دښمن سره د مبارزې او له وطن څخه د دفاع په ډګر کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، میړانې او اتلولي یادونه وکړه او په دغه برخه کې يې       د هغوی هڅې وستایلې.
همداراز یادو منسوبینو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په خپل ټول توان به د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو لپاره هڅې کوي او د افغانستان د خلکو د دښمنانو تر نابودولو پورې به خپلې هڅې جاري ساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته