کابل باخترد مرغومي شپږ ويشتمه :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربو طاتو کې د توپان ٤٢په نامه عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلل .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ