ورزش

د سنوکر اويا تنو لوبغاړو په انتخاباتي سياليوکې ګډون وکړ

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
د سنوکر انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
د هېواد د سنوکر فدراسيون رييس محمد عزيز اعظمي د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د دغو سياليو موخه د دغې څانګې ملي ټيم ته د غوره څيرو پيژندنه او جذبول وبلل او ويې ويل: په دغو سياليوکې چې د کابل د ده بورۍ چوک په ساحه کې د آسيا اتلانو په کلپ کې پيل شوې دي؛ د سنوکر دملي ټيم په ګډون د کابل ښار د کلپونو ٧٠ تنه ورزشکاران ګډون لري او د پنځو ورځو لپاره لوبې کوي .
د اعظمي د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو په پاى کې د غوره څيرو په پيژندنې سربېره د لومړي دويم او دريم مقامونو ګټوونکو ته د اولمپيک دملي کميټې له خوا سوغاتو ته او جايزې ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته