خبرونهټولنه

په خوست کې څه د پاسه ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو مسلخ جوړ شو

کابل، د تلي ۳ مه، باختر

د خوست د ښارولۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست لخوا یو مسلخ د یو خوستي پانګوال له لورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د یاد مسلخ د پرانېستې پر مهال د مسلخ په جوړېدو خوښي وښوده او د مسلخ مسؤلینو ته یې د پاکوالي سپارښتنه وکړه.

د یاد مسلخ پانګوال څارنوال قاسم د والي او د ښاروالۍ له همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به په ټولو معیارونو برابر روغتیايي غوښې ښاریانو ته وړاندې کړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا