اقتصاد

دنفتي توکو دمعافيت دستونزې اصل په باب خبرې وشوې .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دماليي وزير اکليل  حکيمي نن دنفتي توکو دمعافيت دستونزې دحل په باب دغوڅ ملاتړ له مسوولينو سره وکتل .
دماليې وزارت دعامه اړيکو دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :په دې کتنه کې چې دبهرنيو چارو ، سوداکرۍ اوصنايعو ، عدليې او داقتصاد دوزارتونو استازو هم ګډون کړى و دنفتي توکو دمعافيت د ډولونو څرنګوالۍ ، قانوني بنسټ ، دپړاونو دبشپړولو  او شفافيت دبهير په باب خبرې وشوې .
دماليې وزير دنفتي توکو دمعافيت  دبهير په باب معلومات ورکړ او زياته يې کړه يو هئيت موظف دى چې دنفتي توکو دمعافيت  ستونزه داساسي قانون او دشفافيت په پام کې نيولو سره په هراړخيزه توګه وڅيړي او په راتلوونکې غونډه کې رپوټ ورکړي
ديادونې  وړ ده چې دجمهوري رياست د ١٣٩٤ کال دمرغومي دمياشتې د لسمي نيټې  د ١٩٤٨ ګڼه حکم له مخې: دبهرنيو چراو وزارت داداري معين ، دملي امنيت شورا دمرستيال ، دعدليې وزارت دمعين دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دمعين او داقتصاد وزارت دمعين په ګډون دماليې وزارت په مشرۍ يو هئيت موظُف کړ چې دنافذو قوانينو په پام کې نيولو سره دافغانستان دحکومت او دنړيوالې ټولنې ترمنځ  په لاس ليک شويو موافقه ليکونو کې دليکل شوي معافيت موضوع حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته