امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
څلور تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه عمليات دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبان د ځپلو په مقصد د دغه ولايت د جرم او وردوج د ولسواليو په مربوطاتوکې پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه جان د باختر  آژانس خبريال ته وويل: تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دجرم ولسوالۍ د کيپ، کتب او ناري د کليو په ګډون څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه عمليات د ملي اردو او د ملي امنيت د ځواکونو په مرسته دوام لري او د طالبانو له شتون څخه د دغو سيمو تر بشپړ پاکولو پورې به دوام وکړي .
دپوليسو وياند تاييد کړه چې د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د بدخشان ولايت د جرم او وردوج ولسوالۍ د دغه ولايت له نا امنو سيمو څخه دي.
دسيمه ييزو مقاماتو د څرګندونو له مخې: طالبانو په دې وروستيو وختوکې په دغو سيموکې خپل فعاليتونه زيات کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته