سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په مشرۍ دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼې کې  جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ، په پيل کې  دوزيرانو شورا دروژې دمبارکې او له فضيلت  ډکې مياشتې درارسيدو له امله دهيواد ټول مسلمان ملت او دنړۍ مسلمانانو ته مبارکي  وويله او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې  دروژې دبختورو ورځو په برکاتو  دافغانستان ټول مسلمان ملت  ته ددايمي سولې اوثبات هيله وکړه .
ورپسې  دکار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت مسلکي معين او سرپرست دروژې په مبارکه مياشت کې  ددولتي ادارو دکار درژيم طرحه په دې  ډول غونډې ته وړاندې کړه .
_ په کابل ښار کې دکار پيل دسهار اته بجې او دکار پاى له غرمې وروسته دوه بجې .
_ دولايتونو ،  بانکونو او دنورو ادارو دکار رژيم چې په اوونۍ کې  شپږورځې کار کوي ، دکار پيل  دسهار په اتو بجو  او دکار پاى  له غرمې وروسته  په يوه بجه .
_  دملي دفاع ، کورنيو چارو ، لوړو زده کړو او دپوهنې  وزارتونه  او دملي امنيت  لوى رياست دې خپل کاري رژيم  دخپل کاري خصوصيت  په پام کې نيولو سره تنظيم کړي .
_ توليدي او خدماتي موسسې ، په دايمي توګه  فعالې  برخې او نشراتي موسسې  دې  داړوندو مقرراتو او لايحو په پام کې نيولو سره دخپل کار رژيم تنظيم کړي چې دوزيرانو شورا دتاييد وړ وګرځيده .
وروسته  دوزيرانو شورا  دقصبې  دښارګوټي  داستوګنې دبلاکونو دپروژې  د قسطونو په ورکړه کې  داسانتياو دبرابرولو په خاطر چې دعربي متحده اماراتو هيواد په مرسته  جوړ شوى دى  او ددولت په کارکوونکو ويشل شوي دي  ددغو بلاکونو قسطونه له لسوکلونو څخه  په شلوکلونو په سلوکې دلسو په مخکني ورکړې سره تصويب  کړل .
دغونډې دکار په دوام  دکار او ټولنيزو چارو وزارت معين  دقصبې  ښارګوټي  په پروژه کې  د شهيدانو په سلوکې اووه ونده او دمعلولينو په سلوکې اووه ونده  چې  عربي متحده اماراتو هيواد  په مرسته جوړ شوى دى  ، غونډې ته  طرحه کړه .
دوزيرانو شورا  وړاندې شوې پيشنهاد  تصويب کړ او دښارجوړولو دچارو وزارت يې  موظف کړچې دشهيدانو په وارثانو او معلولينو  ددغې پروژې په دويم فاز کې دغه اپارتمانونه وويشي .
  وروسته  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير دځوانانو دپاليسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه .
دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  موظف کړ چې دغه پاليسي  دې  دثقافت او داسلامي ارزښتونو  په چارو کې دجمهوري رياست دمقام  له ستر سلاکار  ،  دپوهنې ، لوړو زده کړو او دارشا حج او اوقافو له وزارتونوسره يوځاى بيا وڅيړي  او دوزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته دې  وړاندې کړي .
  وروسته  داطلاعاتو او فرهنګ وزير دراډيو ټلويزيون  دکارکوونکو دروان کال  داضافه کاري او دشپې دماکولاتو دورکړې په لاره کې  داووه اويا مليونو افغانيو دتدارک په اړوند  ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ .
دوزيرانو شورا ، دجمهوري رياست لومړى مرستيال  موظف کړ  چې داطلاعاتو او فرهنګ او دماليې  له وزيرانو او دراډيو ټلويزيون  له رييس سره يوځاى دې  دراډيو ټلويزيون دکارکوونکو  داضافه کاري ، معقوليت  وڅيړي او حل کړي .
  له اجندا سره سم  داقتصادي کميټې  د١٣٩٢ کال دولسمه ګڼه  او دروان کال دريمه ګڼه پريکړې داقتصاد دوزير له خوا  غونډې ته طرحه  شوې  او زياته شوه چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  د١٣٩١ کال دزمري دمياشتې  دپنځمې نيټې  د ٤٥ ګڼه فرمان له مخې،  دڅلور کلنې ١٣٩٢-١٣٩٥داقتصادي – ټولنيزې پرمختيا دپلان مسوده داقتصادي پاليسۍ  ، ملي عوايدو او دتمويلوونکو هيوادونو  دژمنې په رڼا کې برابره شوې ده چې دطرحې په لومړى برخه کې  داقتصادي _ ټولنيز حالات  دڅرنګوالي څيړنه او له  ١٣٨١کال څخه تر  ١٣٩١ کال پورې دسترو اقتصادي شاخصونو څيړنه شوې ده .
دطرحې  په دويمه برخه کې په  ١٣٩٥ کال کې  ددغه پلان  شاخصونه په دې ډول  اټکل شوى دى ،  د ناخالص توليد وده ٥ر٢٦ مليارده ډالره ، په ناخالص توليد کې  دکرنې ونده ٥ر٥ مليارده  ډالره ،  دسړى سر ناخالص عوايد ديوتن
٩٠٨ ډالره ،  دولتي پانګې اچونې ٦٤ر١٤مليارده ډالره ،  دخصوصي سکتور پانګونه ٢ر١ مليارده ډالره ، ټول عوايد  اته مليارده ډالره  او دسوداګرۍ دبيلانس کسر ١ر٥ مليارده ډالره .
دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دڅلور کلني ( ١٣٩٢-١٣٩٥)اقتصادي – ټولنيزې پرمختيا  دپلان مسوده  په اصولو کې  تاييد کړه او داقتصاد وزارت يې  موظف کړ چې ددغه پلان تر څنګ  دې بديل پلان  ددغوکلونو په بهير کې  دهيواد  دملي عوايدو پربنسټ  طرحه اوبرابر کړي  او دوزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته دې  وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام  دښارجوړولو او دکورنيو چارو  وزيرانو د اورلګيدنې دمصوونيت له پلوه  دتجارتي ساحو  دڅيړنې په باب دموظف هيئت رپوټ  غونډې ته طرحه کړل او زياته يې کړه چې دغه طرحه  دوزيرانو شورا  د ١٣٩١ کال  دمرغومي دمياشتې  دڅلورمې نيټې  د ٣٩ ګڼه مصوبې له مخې  دښارجوړولو او دکورنيو چارو  دوزارتونو له خوا  برابره شوې ده  چې ددغو وزارتونو  موظف هيئت  داړوندو  وزارتونوپه ګډون  تجارتي ساحې کتلي دي  او په دې باب يې  مشخصې  طرحې  برابرې کړې دي .
دوزيرانو شورا  درپوټ له اوريدو وروسته  دښارجوړولو دچارو او دکورنيو چارو  وزارتونه  موظف کړل  چې له اړوندووزارتونوسره  په همغږۍ کې دې  په مرکز او ولايتونوکې  ددغې طرحې  تفصيلي پلان  يوځل بيا مطالعه  او برابر کړي  او دجمهوري رياست  مقام ته دې  وړاندې کړي .
  ورپسې  دښارجوړولو دچارووزير دودانيو  دمهندسي  ، انجنيري او دکنترول دنظام  اجرائيې  طرز العمل  غونډې ته طرحه کړ  او دوزيرانو شورا  دغه وزارت  موظف کړ چې ددغه طرز العمل تطبيقي  او عملي اړخونه له اړوندو ارګانونو سره مطالعه کړي  او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست عالي مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
وروسته  دبلخ ولايت په مرکز  مزارشريف ښار کې  د قونسلګريو لپاره  د ديپلوماتيکي ساحې  دجوړولو په مقصد يو متره مربع  په درې سوه افغانيو داشخاصو دملکيت د( ٢٩٣٤٥٠)متره ځمکې  استملاک دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې  دمرستيال له خوا  غونډې ته طرحه شو .
  دوزيرانو شورا  دغه استملاک  تصويب کړ او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره  او دمزارشريف  ښاروالۍ يې خاوندانو ته يې داستملاک دبيې  په ورکړې  موظفه کړه .
  دغونډې په پاى کې درې مورده نړيوال تړونونه  دبهرنيو چارو دوزير له خوا غونډې ته طرحه شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته