(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

په خوست کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د متون ښاروالۍ له لوري د دغه ښار له بېلابېلو هټیو څخه راټول کړل شوي ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول.

د متون ښاروالۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه تاریخ تېره خوارکي بې کیفیته توکي د مارکېټونو تنظیم مدیریت له لوري د نږدې یوې میاشتې په موده کې د ښار د بېلابېلو ناحیو له هټیو څخه راټول کړل شوي وو، چې نن ورځ د ټاکل شوي هیئت او رسنیو استازو په شتون کې وسوځول شول.

مسوولینو ډاډ ورکړ، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې تاریخ تېره خوراکي توکي وپلوري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا