
کابل، د وږي ۲ یمه، باختر
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د عباس خېلو په کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسېف په مالي ملاتړ د یو میلیون ۳ سوه ۳ زره ۳۰۱ افغانیو په لګښت د عباس خېلو خلکو ته په لس سلنه ونډه د څښلو پاکو اوبو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې د جوړولو چارې ۶ میاشتې دوام وکړ، چې اوس مهال د ۲۰ زره لېټرو ظرفیت لري، چې له دې لارې ۱۴۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
په سویل ختیځ زون کې د اوبو رسولو مسوول انجینر رستم د پروژې په حفظ او مراقبت خبرې وکړې او له کلیوالو څخه یې وغوښتل چې د پروژې په ښه ساتلو کې تر خپلې وسې هڅه وکړي.
صدیقي