امنیت

په سرپل کې د طالبانو بريد

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٣  :
په سرپل ولايت تېره شپه د طالبانو د بريد له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول  .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې : 
طالبانو له دريو استقامتونوڅخه دسرپل ولايت په مرکز بريد وکړ چې د استوګنې په يوه کور د طالبانو د هاوان د ماين د لګيدو له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى او له سيمې څخه وتښتيدل.
ده زياته کړه: امنيتي ځواکونو تيارى نيولى دى چې په نږدې راتلوونکو ورځوکې په دغه سيمه کې عمليات پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته