ټولنه

په پکتیا کې ویجاړ شوي پلونه رغول کېږي

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
په پکتیا کې د ټولګټو چارو ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ویجاړ شوي پلونه او لارې بیا رغول کېږي.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس مفتي عبدالمتین حماس د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې له يوې اوونۍ راهیسې په دغه ولایت کې تله فعاله شوې او هره ورځ لسګونه لوى موټر تلل کېږي او سل افغانۍ مالیه ترې اخېستل کېږي.
حماس زیاتوي چې یادې پیسې زېرمه کېږي او په نږدې راتلوونکي کې به پرې د ویجاړو شویو پلونو او لارو د رغونې چارې پيل شي.
حماس زياته کړه چې څو ورځې وړاندې هم د زرمت سړک سروې له پاره له کابل څخه يو پلاوی راغلی و چې نږدې وخت کې به د ياد سړک چارې هم پيل شي.
حماس پر موټر چلوونکو غږ وکړ چې له ټاکل شوي وزن زيات بار پر سړکونو انتقال نه کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر موټر چلوونکي نیوکه کوي چې ټاکل شوې وزن لږ دی چې د دوی کرایه هم نه پرې پوره کېږي او تېل هم قیمته شوي دي.
خو د ټولګټو چارو رییس وايي چې سړکونه د ملت شتمني ده او ستونزه به یې هم د دوی په مشوره حل کېږي.
هغه پر پکتیاوالو غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او له دوی سره په ګډه د هېواد د آبادۍ او یووالي لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ورستیو جنګونو کې زیات شمېر سړکونه، پلونه او پلګوټي ویجاړ شوي دي؛ خو د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي چې ډېر ژر به د بیا رغونې چارې پیل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته