امنیت

په زابل کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول

قلات/ د تلې ۱۰ مه / باختر
د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په بازګانو سیمه کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
امنیه قوماندان نجیب الله سرتېري باختر اژانس ته وویل چې نن سهار بې پیلوټه الوتکې د شاه جوی په بازګانو سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته