
کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې ۲ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس ته وویل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په باک ولسوالۍ کې دوه تنه له یوه اندازه ښیښې او چرسو سره نیولي دي.
د مسولینو په وینا، د نیولو شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر