نړۍ

تاجکستان او ترکمنستان دافغانستان دستونزې دسوله ييزحل دلارې غوښتنه وکړه

دوشنبه نيوز نو باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
دتاجکستان او ترکمنستان  جمهورو رييسانو په خپله رسمي اعلاميـــــه کې ويلي دي چې دغه دواړه هېوادونه ګډ نظر لري چې دپراخو خبرو پربنسټ سياسي او سوله ييز چلندونه په افغانستان کې دستونزو دحل کولو يوازېنۍ لاره ده.
دغه اعلاميه د جمعې په ورځ د تاجکستان د جمهوررئيس دمطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوه.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پوځي چلندونه او ېدافغانانو د کورنيو  ستونزو دحل کولو لپاره له زور څخه کار اخيستل معکوسې نتيجې ورکوي او کوم لرليد نلري.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ترکمنستان او تاجکستان د افغانستان له   حکومت سره د نړيوالې ټولنې دهمکارۍ ملاتړ کوي چې له دغه هېواد سره مرسته وشي چې په اغيزمنه توګه په سيمه ييز او نړيوال اقتصادي بهيرکې مدغم شي .
دغه اعلاميه په داسې حال کې خپريږي چې افغان پوځيان له څو اوونيو را په دې خوا د افغانستان په شمال فارياب ولايت کې دياغيانو په وړاندې په عملياتو بوخت دي چې دافغانستان د جمهوررئيس  لومړى مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم يې رهبري کوي.
تاجکستان او ترکمنستان له افغانستان سره ګډې پولې او دغه راز فرهنګي او مذهبي پيوندونه لري او دواړه هېوادونه له نشه يي توکو څخه چې له افغانستان څخه قاچاق کيږي؛ زيانمن شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته