امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
په فراه ولايت کې  دملي اردو  دځواکونو په عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو ددويمې  پلې  لوا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دغه عمليات تيره شپه  دفراه ولايت  دپشت رود ولسوالۍ   دمساو ، آب سوراخ
او سپينه غونډي په ساحو کې دطالبانو دپټنځايونو پرخلاف ترسره شول چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څوارلس تنه نور ټپيان شول. دخبرځاى  دڅرگندونوله مخې  په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته