امنیت

په کونړ کې دخپلواکۍ دجشن په برخه والو دطالبانو دراکټي بريد له امله دقربانيانو شمير پنځو تنو ته لوړ شو .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دخپلواکۍ دجشن په برخه والو دطالبانو دراکټي بريد له امله د قربانيانو شمير پنځو تنو ته لوړ شو .
په دې پيښه کې شپيته تنه ټپيان شوي دي .
يوې ډلې طالبانو په هغو ملکي وګړو چې دکونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې په ډله ئيزه توګه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې  په نمانځنې بوخت وو راکټي بريدونه وکړل .
په کونړ ولايت کې يو روغتيايي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې له امله  تراوسه پورې څلور تنه شهيدان او شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
  ددغه راکټي بريد په لومړيو وختو کې دوه تنه ملکي وګړي  شهيدان شول  خو وروسته دوو تنو ټپيانو په روغتون کې ساورکړه .
  په همدې حال کې دکونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې دروغتيايي مرکز ډاکترانو ددغه راکټي بريد له امله دشپږو تنو نورو ټپيانوروغتيايي حالت خراب وباله .
تراوسه پورې ددغه مرګانۍ  راکټي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي .خو سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
دکونړ والي وايي چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلتنې دوام لري .  تراوسه پورې روښانه نه ده چې وسله وال طالبان له کومې ساحې څخه او څه ډول دسختو امنيتي تدبيرونو له نيول کيدو سره سره په کونړ کې  دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې دنمانځنې  په مراسمو په بريد بريالي شوي دي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته