ټولنه

په پکتيکا کې ۹۵ فيصده مېرمنې او ۳۰ فيصده نارينه پېژندپاڼې نه لري.

ښرنه باختر د سلواغې ۱۴ مه
د پکتيکا ولايت ولايتي شورا، قومي مشران او د وکړو د ثبتولو مديريت مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ۹۵ فيصده مېرمنې او ۳۰ فيصده نارينه پېژندپاڼې نه لري چې له امله به يې په راتلوونکو ټاکنو کې زیات شمېر وګړي په ټاکنو کې د برخې اخیستلو څخه بې برخې پاتې شي.
د پکیتکا یو تن قومي مشر مومن کمال وال د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې يوازې هغه میرمنې چې د حج د فريضې د ادا کولو او یا هغه مېرمنې چې بهرنيو هېوادونو ته د سفر لپاره ځي، پېژندپاڼې يې اخېستي دي چې ټولې يې يو فیصد جوړوي.
هغه وويل چې په دغه ولايت کې اوس هم کلتوري محدوديتونه په خپل ځای پاتې دي چې له امله یې خلک او کورنۍ نه غواړي چې خپلو مېرمنو ته پېژندپاڼې واخلي ځکه په ډېرو سيمو کې د پېژندپاڼو اخېستل د مېرمنو لپاره پېغور دی.
هغه زیاتوي، په پکتیکا کې داسې ولسوالۍ هم شته چې تر اوسه يې نارينه هم پېژندپاڼې نه لري ځکه چې د دغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې وسله وال طالبان واکمن دي چې د دغو سيمو خلک هم پېژندپاڼو اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.
کمال وال په دولت او قومي مشرانو غږ وکړ چې د خپلو نارينهو او ښځينه و لپاره دې پېژند پاڼې واخلي، ترڅو په راتلوونکو پارلماني ټاکنو کې د خپل سرنوشت د معلومولو په موخه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ولايتي شورا غړی نعمت الله بابري هم وايي: که دولت د دغه ولايت اوسېدونکو ته د پېژند پاڼو داخېستلو مناسب چاپېريال برابر نه کړي د دغه ولايت ډېر شمېر وګړي به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.
هغه د پېژند پاڼو د نه اخېستلو لاملونه نا امني، د کورنيو بې غوري، د مېرمنو په برخه کې کلتوري ستونزې، د دولت کمه پاملرنه او په ځانګړي ډول په يو شمېر ولسواليو کې د پېژندپاڼو د مديريتونو نشتون ياد کړل.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې د عامه پوهاوي يو شمېر ورکشاپونه جوړ او په ټولو ولسواليو کې دې د پېژندپاڼو مديريتونه فعال کړي تر څو خلک په اسانۍ سره پېژندپاڼې تر لاسه کړي.
د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ مشر يعقوب خان منظور هم وايي چې په پکتيکا کې تر ټولو لويه ستونزه مېرمنو ته د پېژند پاڼو نه اخېستل دي چې له مخې يې همدغه طبقه د پېژندپاڼو د نشتون په صورت کې په ټاکنو کې برخه نه شي اخېستلای.
له بلې خوا په پکتيکا کې د وکړودشمير مشر انور کټوازي وایي چې د دغه ولايت په سلو کې ۹۵ فيصده مېرمنې او ۳۰ فيصده نارينه پېژندپاڼې نه لري.
هغه وايي(( په پکتيکا کې د مېرمنو په برخه کې د پېژندپاڼو په اخېستو کې ډېرې ستونزې موجودې دي.
کټوازی زیاتوي چې په دغه ولایت کې خوشامند داسې یوه ولسوالۍ ده چې په تېرو ۵ کلونو کې په کې هېڅ مېرمنې پېژندپاڼه نه ده اخېستې او يوازې هغه مېرمنې پېژندپاڼې اخلي چې بېړنۍ اړتیا ورته و لري))
انور وايي چې په ډېرو نا امنو ولسواليو کې لکه اومنه، ګومل، ګيان، زېړوک، خوشامند، وازېخوا، وړممۍ او تروې  ولسواليو کې تر ۳۰ فيصده نارينه پېژندپاڼې نه لري .
هغه وويل چې په ډېرو ولسواليو کې د پېژندپاڼو مديريتونه فعال دي خو د يو شمېر ولسواليو مديريتونه د ځای د نه شتون او نا امنیو له امله په زونونو کې جوړشوي دي او له دولت څخه په دې برخه کې دعامه پوهاوي د ورکړې غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده چې د دغه ولايت چارواکو دغه ستونزه په داسې حال کې له رسنيو سره شريکه کړه چې راتلوونکې ټاکنې به په پخوانيو پېژندپاڼو تر سره کېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته