امنیت

دوه تنه ځانمرګي يرغلګر د پوليسو لسمې حوزې ته څېرمه ووژل شول

کابل باختر د ثور نولسمه :
دوه تنه ځانمرګي يرغلګر چې د پوليسو لسمې حوزې ته د ننوتو نيت درلود، ووژل شول .
باختر اژانس د کورنيو چارو د وزارت  دوياند نجيب الله دانش له خولې خبر راکړ: نن د يوولس نيمو بجو په شاوخوا کې  دوه تنه  ځانمرګي يرغلګر  چې غوښتل يې د نوى ښار په ساحه کې  د پوليسو په لسمې حوزې بريد وکړي؛ دپوليسو له خوا وپيژندل شول او ووژل شول او د پوليسو د ډزو له امله د ځانمرګو يرغلګرو چاوديدونکي توکي وچول شول .
په دې پيښه کې دوه تنه ټپيان  شول چې د ايمر جنسي روغتون ته  وليږدول شول . بايد وويل شي چې له يرغلګرو سره د امنيتي  ځواکونو جګړه د ديارلسمې حوزې په ساحه کې دوام لري .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته