ټولنه

په جوزجان کې تيرکال دوه پنځوس پرمختيايي پروژې تطبيق شوي دي .

کابل باختر د وري يو ويشتمه :
دوه پنځوس  پرمختيايي پروژې تيرکال دکليوالي اوبو رسونې او اوبو لګولو دملي پروګرام په برخه کې دجوزجان ولايت په کچه  تطبيق شوي دي .
دجوزجان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس محمد يوسف  دباختراژانس له سيمه ئيز خبريال سره په مرکه کې وويل چې دغه پروژې  ددوه سوه مليونو نهه سوه درې نوي زرو افغانيو په لګښت عملي شوي دي .
ده زياته کړه په دغو پروژو کې  دسرپټو ډنډونو  جوړول، دلاسي بمبو  درول ، دژورو څاګانو کيندل دسولر درول او داوبو رسونې شبکې تمديدول  شامل دي  چې په پنځو ولسواليو کې  تطبيق شوي دي .
خبرځاى زياته کړه ددغو پروژو په تطبيق سره داوبوله پلوه دزرو پنځه سوه  اتياکورنيو د اوبو دکمښت   ستونزې حل شوي دي .
  ختم_  مينه _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته