ټولنه

په بادغیس کې سلګونو جریبه کروندو ته اوبه برابرې شوې

کابل / د وږي ٣٠ مه / باختر
په بادغیس کې د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدو سره، د سلګونو جریبه کروندو د اړتیا وړ اوبه برابرې شوې.
دغه کانال په قادس ولسوالۍ کې د دوو غرونو په لمنو کې موقعیت لري او هغه اوبه چې له دغو غرونو سرچینه اخلي، دغو کروندو ته لېږدول کېږي.
د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د اوبولګولو د دغه کانال په جوړېدو سره، د کروندګرو د۳۰۰ جریبه کرنيزو ځمکو د اړتیا وړ اوبه برابرې شوې دي.
کروندګرو د دغه کانال د جوړولو هرکلی وکړ او هغه یې د کارونو د پراختیا سبب وباله.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته