روغتیا

په پروان کې د شري واکسين کمپاين پيل شو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : په ماشومانو د شري واکسين د تطبيق پروګرام نن په پروان ولايت کې پيل شو. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د پروان ولايت د عامې روغتيا رئيس عبدالخليل مصدق وويل: په دې پروګرام کې له نهه مياشتنی څخه تر لس کلنی پورې څه دپاسه ۳۹۰ زره تنه ماشومان ددغه ولايت په کچه د روغتيايي ټيمونوله خوا واکسين کيږي. د پروان والي فضل الدين عيار د دغه پروګرام دپيل په غونډه کې دشري واکسين مهم او حياتي وباله او ويې ويل: زموږ هيله د يوې سالمې او له ناروغۍ څخه د خلاصې ټولنې لرل دي او د پروان سيمه ييزه اداره مسووليت لري چې د روغتيايي پروګرامونو ملاتړ وکړي او د هغو ته د زمينو د برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي . دغه راز د پروان د ولايتي شورا غړي محمد خليل فضلي او د پروان د عالمانو شورا رئيس مولوي محمد جاويد حنفي د دغه واکسين د تطبيق په خاطر د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته