ټولنه

په بلخ کې داور لګيدنې له امله زيات مالي تاوانونه واوښتل .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دبلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې داور لګيدنې له امله خلکو ته دمليونونو افغانيو تاوان واوښت .
  دغه  اور نن سهار  دنهو بجو په شاوخوا کې د مزاشريف  ښار په لويديځه ساحه د نهمې  ناحيې په مربوطاتو کې ولګيد چې له امله يې دلرګيو او د تايرونو دوه سرايونه وسوځيدل .
دبلخ ولايت داور لګيدنې  دادارې آمر عبدالمحمد  زمري  دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې چې دبې احتياطۍ  او دايمنې وسايلو دنشتوالي له امله په دغو دوو سرايونو کې رامنځته شوه له وسايلو  سره يې  څه ناڅه پنځوس دوکانونه وسوځيدل او  خاوندانو ته يې دمليونونو افغانيو تاوان واوښت .
يوه اړونده خبرځاى وويل اور هغه وخت ولګيد چې په سراى کې د ارې  ماشين  دتودوخي   او د نريو لرګيو  له امله اور لګيدلى دى .
يوه اړونده خبرځاى  وويل دلرګيو دپلورنې په سراى  کې  دارې  دماشين شتون غير قانوني کار دى لکه څنګه چې څو ځلې دحوزو له امرانوسره خبرې شوې وې خو په دې باب عملي اقدام ونه شو تر دې چې اور ولګيد .
ويل کيږي چې تراوسه پورې ددغې پيښې له امله داوښتو تاوانونو دقيقه اندازه معلومه نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته