امنیت

په يوجومات کې د چاونې له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول

کابل باختر د لړم  دولسمه :
درې تنه سيمه ئيز پوليسان تيره شپه د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ په جومات کې دماين دچاودنې له امله شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
دپکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه دخيرکوټ ولسوالۍ دسرکاڼې په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې سيمه ئيز پوليسان دماخستن دلمانځه د اداکولو په مقصد جومات ته د ننوتوپه حال کې وو.
د امنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې سيمه ئيزو پوليسوته په مرګ ژوبلې برسيره جومات ته هم زيان رسيدلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته