نړۍ

پنتاګون : پاکستان اوس هم دطالبانو ملاتړ کوي .

اسلام اباد /دغبرګولي ٢مه/ باختر :
دامريکا ددفاع وزارت ددغه هېواد کانګرس ته ويلي دي  چې پاکستان اوس هم دهغو تند لارو ډلو چې په افغانستان کې تاوتريخوالي کوي  ، ملاتړ کوي .
دامريکا ددفاع وزارت  دغه څرګندونې په يو درې مياشتني رپوټ کې څرګند کړى دى  چې دامريکا دپرمختيايي ادارې او ددغه هېواد دبهرنيو چارو دوزارت  په همکارى  برابر شوى دى او  دمې په  ١٩ نيټه  کانګرس ته سپارل شوى دى .
  په دې رپوټ کې ويل شوي دي  چې پاکستان په دومدار ډول  له طالبانو او دحقاني دشبکې په ګډون له پاکستاني ډلو  ملاتړ کړى دى چې دافغانستان دګټو پرخلاف دي .
په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې اسلام اباد دطالبانو ډله دسولې دخبرو لپاره  هڅولي دي .
خو داسې زور يې نه دى اچولي   چې له ډار اچوونکو ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي .
په دې رپوټ کې ويل شوي دي  چې پاکستان غواړي طالبان  په افغانستان کې زيات پياوړي شي . چې په بين الافغاني خبرو کې پاکستان ته ګټه ورسوي .
دامريکا ددفاع وزارت ويلي  دي  چې  پاکستان دسولې په بهيرکې  دهمکاريو په باب دخپلو څرګندونو پرخلاف اقدام کوي .
دپاکستان حکومت  تراوسه پورې  ددغه رپوټ په باب  غبرګون نه ده ښودلې  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته