خبرونهټولنهروغتیا

په هرات کې د ۳۵۲ روږدو کسانو درملنه وشوه

 کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د روزګان، هلمند، کندهار، دایکنډي او زابل ولایتونو اړوند په نشه يي توکو د ۳۵۲ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې یاد شمېر کسان پخوا له روزګان، هلمند، کندهار، دایکنډي، او زابل ولایتونو څخه  ۴۰۰۰ بستریز کمپ ته پېژندل شوي وو چې له یوه کال درملنې وروسته اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شول.

د یادونې وړده ، چې په بغلان کې هم په نشه يي توکو د ۳۴۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته