امنیت

په بدخشان کې د يوې بهرني موسسې درې تنه تښتول شوي کارکوونکي آزاد شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په بدخشان ولايت کې د يوې بهرني موسسې درې تنه تښتول شوي کارکوونکي نن د پوليسو له خوا د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول.
دغه کارکوونکي درې ورځې مخکې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ددغه ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې وتښتول شول .
د بدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دآلمان د (جي- آى- زيډ) موسسې يو انجنير او دوه تنه عادي کارکوونکي چې د غير مسوولو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو؛ د سيمه ييزو مشرانو او سپين ږيرو په منځګريتوب او د پوليسو په همکارۍ د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول .
دغه کارکوونکي دبدخشان ولايت اصلي اوسيدونکي وو.
ده زياته کړه: دغه کسان درې ورځې مخکې کله يې چې غوښتل د بدخشان ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کې د دغې موسسې پروژې وڅاري؛ د ستنيدو په حال کې وتښتول شول.
فروتن وويل: د کوهستان ولسوالۍ د بدخشان د نهو نا امنو سيمو څخه ده او دغو کسانو د دغې سيمې د امنيتي ځواکونو له همغږۍ پرته دغې سيمې ته سفرکړى و.
ويل کيږي په لومړيو وختوکې ګومان کيده چې دغه کسان وسله والو طالبانو تښتولي وي، خو له تحقيقاتو وروسته معلومه شوه چې دا کار وسله والو طالبانو نه بلکې غيرمسوولو وسله والوکسانو کړى دى .
د والي ويندوى په دې باب چې آيا د دغو افرادو په مقابل کې يې څه ورکړي دي؟ څه ونه ويل.
د (جي- آى-زيډ) آلماني موسسه په بدخشان ولايت کې له پرمختيايي پروژو سره مالي مرسته کوي او همدا اوس د دغه ولايت په زياترو ولسواليوکې پروژې ترلاس لاندې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته