سیاست

طالبانوله ٢٠١٤ کال وروسته د امريکا له شتون او له هغوى سره د اوربند په باب موافقه وکړه

کابل باختر  د چنګاښ  ٢ :
د طالبانو يو استازى د لومړي ځل لپاره له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره د بهرنيو ځواکونو د شتون او له هغوى سره د اوربندخبره کړې ده .
باخترآژانس د نړيوالو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
دقطر په دفترکې د طالبانو استازى سهيل شاهين د اسوشتدپرس خبري آژانس ته څرگنده کړې ده چې طالبان تمايل لري چې د اوربنداو دغه راز دافغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې په خاطر د امريکايي ځواکونو د شتون په اړوند وروسته له هغه چې د هغوى محاربوي ځواکونه د ٢٠١٤ کال په پاى کې له افغانستان څخه وځي، خبرې وکړي.
ده آن موافقه وکړه چې د ښځو د حقوقو په باب هم خبرې وکړي.
سهيل شاهين وويل: بايد اوربند ټينګ شي؛ خو لومړى په دې باب چې څنګه اوربند ټينګ شي؟ بايد خبرې وشي .
ده وويل: څنګه امکان لري چې دغه کار په يوه ورځ کې ترسره شي؟
ده زياته کړه: هيله کيږي چې دغه موضوع د بهرنيو ځواکونو شتون، د افغانستان د خلکو او په تېره بيا د افغان ښځو انديښنې هم کيداى شي د خبرو د اجندا يوه برخه وي .
دغه کار يواځې هغه وخت کيداى شي چې د خبرو بهير پرمخ ولاړشي او موږ کولاى شو په دې برخه کې پرمختګ ته ورسيږو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته