امنیت

دطالبانو په تروريستوالې اعتراف کول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
په کابل کې وروستي تروريستي پيښې  او دطالبانو له خوا دهغودمسووليت منل  ددې سبب شو چې يوشمير سياسي څيرو چې پخوايې  ددغې ډلې په نسبت سليقوي نظر درلود  خپل دريځ  بدل کړي او دهغوى په تروريستوالې  اعتراف وکړي .
دباختراژانس خبريال ليکي :  په داسې حال کې چې د وروستيو مياشتو او ورځو په بهير کې يوشمير هيوادونو او کورني سياستوالو دخپلوپروګرامونو په دليل  طالبانو ته هويت جوړونه کوله  خو وروستي تروريستي پيښې  چې طالبانو دهغو مسووليت  ومانه ددې سبب شو  چې هغوى اعتراف وکړي  چې دطالبانو په پيژندلو کې تيروتنه کړې وه .
  سره له دې چې دافغانستان او دهغه دخلکو په وړاندې  دطالبانو د ډلې له تحجر او بربريت لرونکي چلند څخه ټول خبر دي  ځينو هېوادونو دمشخصو دليلونو له امله  دهغو پروګرامونو او لوبو له په پام کې نيولو سره  چې  دسيمې په کچه يې  پيل کړي دي طالبان يې  دخپلو هدفونو د تحقق لپاره  مناسبه ډله  وبلله .او دالقابو او ناموزونو تعريفونو په ورکولو سره يې  هلې ځلې وکړې  چې هغوى  په ځان پسې راوکاږي .
يوشمير کسانو طالبان يوسياسي بهير او يوشمير نورو هغوى په افغاني ټولنه کې يو واقعيت معرفي کړل او په دې ترتيب  ددغې ډلې د ډار اچوونکو فعاليتونو او ناوړو کارونو څخه  سترګې پټې کړې آن يوشمير کسانو طالبان په افغاني ټولنه کې يو واقعيت او ناراضي ورونه وبلل .
افغان سياسي کارپوهان په دې باور دي  چې دغه بهرني هيوادونه او کورنۍ کړۍ طالبانو ته دالقابو او کاذبو تعريفونو په ورکولو سره  دخپلو پروګرامونو او هدفونو په لټه کې وو . او طالبانو هم  له دغه حالت څخه  دځان دطرحه کولو لپاره ګټه واخيسته  خو په افغانستان کې ناوړه تروريستي پيښې په تيره بيا په يو روغتون بريد او په يو جومات کې په لمنونځ کوونکي بريد او دطالبانو له خوا ددغو بريدونو دمسووليت منل  دطالبانو  ملاتړي  چې پخوا يې په يو ډول نه يو ډول له دغې ډلې سره همدردي درلوده اوس  له دې پرته  بله چاره نه لري چې دهغوپه تروريستوالې اعتراف وکړي .
طالبانو په خپلو وروستيو تروريستي عملونو سره  نه يوازې ځان منزوي کړ بلکې هغو هېوادونو اواشخاصو چې له دغې ډلې سره يې همدردي درلوده  متوجه کړل چې دطالبانو په پيژندلو کې تيروتنه کړې ده  او دغه ډله له يوې تروريستي ډلې څخه  زيات څه نه دي .او طالبان په هغه کچه  او ارزښت  نه دي  چې هغوى يوه سياسي ډله  وبلل شي .
سياسي کارپوهان وايي  چې طالبان دتروريستي فعاليتونو او نورو ناوړو پيښو په ترسره کولو سره  له ځان څخه ديوسياسي بهير نوم اخستى دى . او هغه کسان چې ددغې ډلې په سياسي والي او اهلي والي ټينګار کوي يا له دغې ډلې څخه پيژندنه نه لري اويا اغوا شوي دي . اويا هم په اګاهانه ډول ددغه شر اچوونکي ډلې  له عملونو څخه سترګې پټوي  چې داکولى شي  دبشريت او انسانيت په وړاندې ستره جفا وي .
ډار اچوونه ، ترور او وحشت  دطالبانو کار دى ، دغه ډله په همدې مقصد روزل شوې ده اوبايد  له دغې ډلې څخه دسياسي  ، مدني او انساني  فعاليتونو تمه ونه کړى شي .
دغه ډله بايد ديو ډار اچوونکي بهير په توګه تعقيب او په ملي ، سيمه ئيز او نړيوال  مشارکت سره  له منځه يوړل شي .
  په دغه شان افراطي بهير پانګه اچونه يوازې تيروتنه او ځان تيروتنه بل څه به  نه وي ، څرنګه چې  يوشمير سياستوال په دغه شان يوه تيروتنه اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته