خبرونهروغتیا

په دايکنډي کې تېر تاريخ درمل وسوځول شو

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې نن ٤٨ قلمه تېر تاريخ او غير مجاز درمل له منځه یوړل شول.
د دايکنډي د عامې روغتيا رئيس ډاکتر قاسم انقيادي باختر آژانس ته وويل هغه کسان چې دایکنډي ته تېر تاريخ او غير مجاز درمل وارد کړي له قانوني چلند سره به مخ او مجازات شي.
دغه راز د دايکنډي د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو رئيس قربان علي الهام وايي، دغه تېر تاريخ او غير مجاز درمل چې۲۰۰ کيلو ګرامه وزن لري او ټوله بيه يي ۱۱۸ زره ۲ سوه افغانۍ کېږي د روغتيايي ټيم له خوا له درملتونونو څخه راټول او د ولايت مقام د استازي په حضور د ولايتي روغتون په مقر کې وسوځول شول.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا