امنیت

په زابل کې دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د ثور  څلورمه :
په زابل ولايت کې دبم دچاودنې له امله دملي اردو يوسرتيري  اويوملکي وګړى شهيدان او څه ناڅه  اووه  تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه نن مازيګر دپنځوبجو په شاوخوا کې دزابل ولايت دمرکز  قلات ښار په يوګڼ  ميشت ځاى  کې هغه وخت وشوه چې داردو دپوځيانو کاروان له ساحې څخه دتيريدو په حال کې  و
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې داردو يو سرتيري او يو ملکي وګړى شهيدان  او اووه تنه نور ټپيان شول
په ټپيانو کې داردويوسرتيري  او شپږ تنه ملکي وګړي شامل دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې بم په يوزرنج  ډوله موټرسايکل  کې حاى پرځاى شوى و او تيک هغه وخت  وچاوديد چې داردو دځواکونوکاروان له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و
دزابل ولايت  يوه روغتيايي مسوول ډاکتر زلمي اشتين  وويل چې ددغې پيښې ټپيان ددغه ولايت په مرکز ي روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
  په همدې حال کې ډاکترانو ددغې پيښې دڅه ناڅه څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله
سيمه ئيزو مسوولينو وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته