امنیت

په دايکنډي کې دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړه وشوه .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
په دايکنډي ولايت کې دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ  جګړه وشوه .
ددايکنډي ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر باختراژانس ته وويل  چې دغه جګړه ددغه ولايت  داشترلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ وشوه  چې تراوسه پورې  دوه تنه له دواړو لورو څخه ټپيان شوي دي  او دوه تنه نور دسياليو ډلو له خوا نيول شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه جګړه له مبلغ زاده ګانو سره دقوماندان موسي او د عبدالکريم جعفري دافرادو ترمنځ  پيل شوې ده . او دولسوالۍ امنيه قوماندان او دسيمې سپين ږيري هلې ځلې کوي چې قضيه  دخبرو له لارې حل کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته