روغتیا

په بدخشان کې ديارلس تنه ماشومان تلف شوي دي

کابلباختر دميزان٣٠
ديارلس تنه ماشومان دخواهان ولسوالۍ دسيلدان او دحوض شاه په کليو کې دسالنډۍ د ناروغۍ له امله  مړه شوي دي .
دبدخشان دولايتي شورارييس عبدالواحد طيبي وايي چې مادخواهان ولسوالۍ ته
سفروکړاوپوه شوم چې دغه ماشومان دتيرې يوې نيمې مياشتې په بهيرکې ددرملو
او ډاکترانو دکمښت او دروغتيايي خدمتونو دنشتوالي له ا مله مړه  شوي دي.
ده زياته کړه : دغه ماشومانو له پنځو کلونو څخه لږ عمر درلود او دسيلدان او حوض شاه په کليو کې دسالنډۍ  دناروغۍ  له ا مله  مړه  شوي دي .
دولايتي شورا درييس دڅرګندونو له مخې :  دغه ساحه ډيره سړه ده او زيات تلفات دټوخي  او د والګي د ناروغيو له ا مله رامنځته شوي دي .
دبدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکترنورمحمدخاوري وايي تلفات شته خوشمير يې نه شم تاييدولاى  ښايي دوه يادرې تنه ماشومان مړه شوي وي .
ده وويل :  په دغه کلي کې دلارې دلرې والي له امله دروغتيايي خدمتونو وړاندې کول نشته اوموږ په دې لټه کې يو چې له کافي درملو سره يو روغتيايي ټيم سيمې ته وليږو چې ددغې سيمې دماشومانو په درملنې اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته