امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي په هلمند کې ووژل شول .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
درې   تنه   ماين ښخوونکي په   هلمند ولايت   کې دخپل   ماين د چاودنې له امله   ووژل شول .
دهلمند د والي ويندوى  عمر ځواک باختر آژانس ته وويل  :  دغو کسانو تيره شپه غوښتل دهلمند  ولايت  د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوګڼ ميشت واټ کې ماين ښخ  کړي  چې ماين د ښخولو په وخت کې  وچاوديد او  درې واړه  ماين ښخوونکي  يې  ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته